د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي دفاع وزارت نه خبرشوی خبر پانه کی ویلی دی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د هېواد بېلابيلو سیمو کې۲۳ وسلهوال وژل شوي دي.
یاد وزارت سرګندوی، د دغه عملیاتو کې د داعش وسله والو هم دوه تنه وژل شوی دیی.
د ملی دفاع وزارت وایی، د افغان امینتی ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۱ تنه وسلهوالو ټپیان شوی دی.
سرچینوزیاتوی، چې افغان ځواکونو په غزني، ارزګان، بادغیس، بغلان، تخار، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.
یاد وزارت ویلی، په یاد عملیاتو کې د وسلهوالو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې اته چاڼيز، ۶۹ ځانګړي پوځي عملیات، ۱۰۰ هوايي بریدونو یې د وسلهوالو پر وړاندې ترسره کړي دي.
خو تر اوسه یاد وسله والو په دی اړه تبصره نه دی کړی.