دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 152489
د سوریه ځواک دیر الزور آزاد کړ
د سوریه ځواکونه او همپیمانه یی د دیرالزور په جبهه کی پراخ عملیاتونو په ترسره کولو سره وتوانیدل چی دا ښار د داعش تروریستی ډلو څخه آزاد کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د سوریه بشر حقوق دیده بان چی سوریه دولت مخالف یو ډله ده د پنجشنه په ورځ د داعش تروریستی ډلی څخه د دیرالزور ښار آزادیدو څخه خبر ورکړ.

سوریه رسمی سرچینی تراوسه په دی اړه کوم ګزارش نه دی خپور کړی.

د سوریه رسمی خبرګزاری د پنجشنبه په ورخ ګزارش ورکړ چی ځواکونه یی د اخیرو پرمختګونو کی داعش تروریستانو په وړاندی د دیرالزور په پاته سیمو کی، حومه جنوب ختیځ کی پراخ عملیات ترسره کړی دی.

العالم ولیکل، سوری ځواکونه د درانو عملیاتونو په ترسره کولو سره، پخوانی ګاراژ لوری ته عمومی پارک او نور روغتون باندی مسلط سوی دی.

د سوریی ځواک داعش تروریستی ډلو ته د شیخ یاسین، حمیدیه، حویقه او رشدیه سیمو کی ډیر تلفات واړوله.

https://avapress.com/vdcevw8zojh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته