دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۱
د مطلب کود : 133161
په ننګرهار ولایت کي ۱۴تنه داعشیان مرګ ژوبله اوښتي ده
چارواکي وايي، په جلال آبادکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی رسنیو ته وویل، چې ملکي کسان د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي. ښاغلی خوګیانی وای، امنیتي ځواکونو د ننګرهار په پچیراګام کې عملیات ترسره کړل او ۱۹ ملکي کسان چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژغورل شول. دغه وای، دا کورنۍ د لسګونو نورو کورنیو په شان له پچیراګام نه جلال اباد ښار ته تښتېدلي دي او له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستې غوښتنه کوي. سرچنوزیاتوی، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د داعش پرضد دغه هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
https://avapress.com/vdcaien6649ne61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته