دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 133147
چارواکي وايي، په جلال آبادکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، په جلال آبادکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی رسنیو ته وویل، چې ملکي کسان د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي.
ښاغلی خوګیانی وای، امنیتي ځواکونو د ننګرهار په پچیراګام کې عملیات ترسره کړل او ۱۹ ملکي کسان چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژغورل شول.
دغه وای، دا کورنۍ د لسګونو نورو کورنیو په شان له پچیراګام نه جلال اباد ښار ته تښتېدلي دي او له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستې غوښتنه کوي.
سرچنوزیاتوی، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د داعش پرضد دغه هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې تر سره شوي دي

https://avapress.com/vdceex8zfjh8xzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته