کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کي ۱۴تنه داعشیان مرګ ژوبله اوښتي ده

13 عقرب 1395 ساعت 13:15

چارواکي وايي، په جلال آبادکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وايي، په جلال آبادکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دافغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی رسنیو ته وویل، چې ملکي کسان د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي.
ښاغلی خوګیانی وای، امنیتي ځواکونو د ننګرهار په پچیراګام کې عملیات ترسره کړل او ۱۹ ملکي کسان چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژغورل شول.
دغه وای، دا کورنۍ د لسګونو نورو کورنیو په شان له پچیراګام نه جلال اباد ښار ته تښتېدلي دي او له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستې غوښتنه کوي.
سرچنوزیاتوی، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د داعش پرضد دغه هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې تر سره شوي دي


د مطلب کود: 133147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133147/په-ننګرهار-ولایت-کي-۱۴تنه-داعشیان-مرګ-ژوبله-اوښتي-ده

آوا
  https://www.avapress.com