کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کي ۱۴تنه داعشیان مرګ ژوبله اوښتي ده

13 عقرب 1395 ساعت 19:41


چارواکي وايي، په جلال آبادکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دافغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی رسنیو ته وویل، چې ملکي کسان د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي. ښاغلی خوګیانی وای، امنیتي ځواکونو د ننګرهار په پچیراګام کې عملیات ترسره کړل او ۱۹ ملکي کسان چې د یوې کورنۍ غړي وو، وژغورل شول. دغه وای، دا کورنۍ د لسګونو نورو کورنیو په شان له پچیراګام نه جلال اباد ښار ته تښتېدلي دي او له حکومت او مرستندویه ټولنو د مرستې غوښتنه کوي. سرچنوزیاتوی، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ تنو داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د داعش پرضد دغه هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.


د مطلب کود: 133161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133161/په-ننګرهار-ولایت-کي-۱۴تنه-داعشیان-مرګ-ژوبله-اوښتي-ده

آوا
  https://www.avapress.com