دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 132021
د رهبری په نه موجودیت سره، ملت او امنیتی ځواکونه، د حریصو سیاستمدارانو تر پښو لاندی کیږی
د مساعدت د خیریی موسسه د افغانستان د قهرمانانو سره، نن پنجشنبه د امنیتی مسوولینو په حضور، د خلګو وکیلان د ملی شورا څخه او علمی شخصیتونه او سیاسی افتتاح سو. د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری په بیان سره، دا موسسه چی مهم غړی یی رحمت الله نبیل، دملی امنیت پخوانی رییس، شیر محمد کریمی، د پولیسو مخکنی قوماندان او امرالله صالح د امنیت ملی مخکنی رییس تشکیلوی دا موسسه ددی لپاره رامنځته سوی دی چی د شهدا او معلولینو سره مرسته وکړی او ددی شهدا د زامنو لپاره چی د تروریزم سره په مبارزه کی خپل ژوند د لاسه ورکړی دی د تحصیلی بورسیو د رامنځته کولو لپاره رامنځته سوی دی. رحمت الله نبیل وویل: نن ددی پر ځای چی د امنیتی ځواکونو د شهدا سره مرسته وسی ځینی وختونه د هغوی کونډی ښځی د دعوا لاندی قرار نیسی او په اجبار سره د خپلوانو په نکاح داخل کیږی. د هغه په خبره، د شهدا دکورنیو سره او معلولینو سره مرسته او پر هغوی باندی زړه سواند یواځینی کار دی چی د هغوی د دردونو مرهم ګرځی. نبیل په ادامه کی د هیواد د امنیتی وضعی د خرابیدو څخه خبری وکړ او وویل: تروریستان چی د غلامی زنځیر یی په غاړه کړی دی او هر لحضه په هیواد کی فاجعه رامنځته کوی او نه پریږدی چی خلګ هوسا ژوند وکړی، و پوهیږی چی د افغانستان برحقه ځواک ماته نه منونکی دی. دهغه په وینا، د خلګو دشمنان او خارجی اجیران هر وخت په دی تلاش کی دی چی هیواد نا امنه کړی، خو امنیتی ځواکونه لکه غر دهغوی مخته ولاړ دی او نه پریږدی چی خپل اهدافو ته ورسیږی او ددی خاوری څخه د خپل ژوند په قیمت دفاع کوی. ښاغلی نبیل وویل: د هیواد ډیریدونکی مشکلات او د سیاسی رهبرانو لخوا داعتماد له منځه تلل او دخلګو بی باوریانی د حکومت په نسبت دهیڅ یو څخه پټ نه دی. د امنیتی ځواکونو کوښښونه او ددوی علایق د یو بل ترڅنګ په سنګرو کی د دشمن سره جنګیږی د قدر وړ دی او باید ددوی سره همکاری او مرستی ترسره سی. امر الله صالح هم وویل: ځینی تحلیلکوونکی وایی چی د امنیتی ځواکونو ترمنځ هماهنګی وجود نه لری، خو دا خبری درواغ دی، ځکه د هیواد سرتیری منظم دی او هیڅ هدف بیله دی چی د دشمن سره وجنګیږی نه لری که هماهنګی وجود نه لری، د امنیتی سکتورونو د رهبری په سطحه دی چی تر اوسه متاسفانه نه دی اصلاح سوی. صالح، ددی ترڅنګ چی د رییس جمهور د چلند څخه د امنیتی ځواکونو په وړاندی قدردانی وکړ او وویل: ښاغلی غنی د هیواد سرتیری په غیږ کی نیسی او دهغوی سره په مهربانی رفتار کوی چی د قدر وړ عمل دی، خو په عین حال کی هغه د سولی تامین د دشمن په غیږ کی نیول بولی او دا دخلګو د انتظار برخلاف او مورال ماتونکی دی. هغه، په اخر کی وویل: نن متاسفانه رهبری په افغانستان کی ورک سوی دی چی امنیتی ځواکونه د حریصو سیاستمدارانو تر پښی لاندی کیږی. شیر محمد کریمی، صدیق صدیقی د داخلی وزارت ویاند او داکتر دادفررنګین اسپنتا ددی مراسمو د خطیبانو څخه وو چی دخلګو په مرستو سره د امنیتی ځواکونو څخه حمایت وکړ.
https://avapress.com/vdceww8zzjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته