د دغه ولایت د امنېې قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني ازادي راډيوته وویل چې په دې هوایي حملو کې د کندزلپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي سلام او د لشکر طیبه وسله والې ډلې مشرمولوی حارث وژل شوی دی.
ښاغلي حسیني که څه هم په دې حملې کې د ملکي تلفاتو په اړه څه ونه ویل خو د سیمې خلکو ازادي راډيو ته ویلي چې په تیرو دریو ورځنیو حملو کې عامو خلکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.
له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې د جګړې په سیمه او ښار کې راګیرعام افغانان دا مهال د خوړو او درملو له جدي ستونزو سره مخ دي.
له بلې خوا د کندز امنیتي چارواکي وایې چې په کندزکې د پرمختګ په حال کې دي او د ښار د بیرته نیولو لپاره پوځي عملیات روان دي.
طالبانو بیا رسنیو ته په یوه پيغام کې ویلي چې د کندز پر هوایي ډګر یې حمله کړې او ډیر تجهیزات په لاس ورغلي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)