د هېواد په جنوب ختيځو ولايتونو په تېره بيا د پکتيکا په ولايت کې له وروستۍ زلزلې وروسته د ايران د اسلامي جمهوريت د حلال احمر ټولنې يوه ډله د افغانستان د سرې مياشتې له ټولنې سره د اړمنو او ټپيانو د مرستې لپاره کار کوي. تر دې دمه د ایران له لورې څلور مرستندویه توکي په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزله ځپلو ته رسېدلي دي.