دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 287581
د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان عبدالله شاه چې ویل کیږي په افغانستان کې د پاکستاني جنګیالیو د سهار په بریدونو کې وژل شوی، د یوې ویډیو په خپرولو سره دا خبر رد کړ.
اړيکه لرونکی فايل
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني طالبانو یو مهم قوماندان عبدالله شاه چې ادعا کیږي نن سهار په افغان خاوره د پاکستاني جنګیالیو په بریدونو کې وژل شوی، د یوې ویډیو په خپرولو سره دغه خبرونه رد کړل.
 
په دې ویډیو کې هغه وايي چې زه روغ یم او د پاکستان په وزیرستان کې اوسېږم.

د افغانستان په ختیځو سیمو کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي دي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي یو ساعت وړاندې په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې په یوه پیغام کې ولیکل: د دوشنبې په ورځ د حوت د ۲۸مې نېټې د سهار په شاوخوا کې د پاکستان جنګي او جاسوسي الوتکو د افغانستان خاورې ته ننوتي او د ملکي خلکو په کورونو بمباري کړې ده.

هغه زیاته کړه: د دغه تیري په ځواب کښې سرحدي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کښې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.

د ملي دفاع وزارت وياند ټينګار وکړ: د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه د هر ډول يرغليزو کړنو ځواب ته چمتو دي او په هر حالت کې به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن سهار د پکتیکا او خوست ولایتونو پر سرحدي سیمو د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو د تایید په ترڅ کې د دغو بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او په کلکه یې غندلی دی. 

مجاهد ټینګار کړی چې پاکستان باید د پېښو د نه کنټرول، د خپلې بې کفایتۍ او ستونزو پړه پر افغانستان پر اوږو نه اچوي، ځکه دا ډول پېښې به ډېرې بدې پایلې ولري چې د پاکستان له کنټروله بهر وي.

هغه وویل چې اسلامي امارت به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان امنیت ته زیان ورسوي.
https://avapress.com/vdcg7u9xqak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته