دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 39513
د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیکولو په وړاندې پراته خنډونه لرې شول
د امریکایي ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو دوام د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند په لاسلیکدو کې لوی خنډ دی.
افغان چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو ته د شپې عملیاتو په سپارلو سره د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیکولو په وړاندې پراته خنډونه لرې شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال شیدا احمد ابدالي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پرمختګ به د دواړو لوریو یعنې امریکا او افغانستان ترمنځ د پراخو اړیکو بنسټ کیږدي.

ښاغلي ابدالي هیله وښوده، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به د ستراتيژیکو اړیکو سند د شیکاګو ترسرمشریزې مخکې لاسلیک شي.

له دې وړاندې ویل شوي وو، چې د امریکایي ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو دوام د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند په لاسلیکدو کې لوی خنډ دی.

خو تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزیر او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې افغان ځواکونو د شپې عملیاتو رهبري په غاړه واخیسته.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwap.t1a3z26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته