کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیکولو په وړاندې پراته خنډونه لرې شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 حمل 1391 ساعت 17:25

د امریکایي ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو دوام د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند په لاسلیکدو کې لوی خنډ دی.


افغان چارواکي وایي، چې افغان ځواکونو ته د شپې عملیاتو په سپارلو سره د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند د لاسلیکولو په وړاندې پراته خنډونه لرې شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال شیدا احمد ابدالي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پرمختګ به د دواړو لوریو یعنې امریکا او افغانستان ترمنځ د پراخو اړیکو بنسټ کیږدي.

ښاغلي ابدالي هیله وښوده، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به د ستراتيژیکو اړیکو سند د شیکاګو ترسرمشریزې مخکې لاسلیک شي.

له دې وړاندې ویل شوي وو، چې د امریکایي ځواکونو له خوا د شپنیو عملیاتو دوام د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک سند په لاسلیکدو کې لوی خنډ دی.

خو تیره ورځ د افغانستان د دفاع وزیر او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې افغان ځواکونو د شپې عملیاتو رهبري په غاړه واخیسته.


د مطلب کود: 39513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/report/39513/د-امریکا-او-افغانستان-ترمنځ-ستراتيژیک-سند-لاسلیکولو-په-وړاندې-پراته-خنډونه-لرې-شول

آوا
  https://www.avapress.com