د غزنی څخه بدی خبری مخابره کیږی. طالبانو په ټول توان سره، د ښار ټول امنیتی تدابیر او تمهیدات مات کړي او ښار امن مرکز حریم ته داخل شو.
هغوی په ساعتونه د سیمه ایز ځواکونو سره نښته وکړه؛ هغه ځواکونه چی تیره ورځو کې د غزنی امنیتی حریم څخه دفاع ونه کړ او په نتیجه کې مجبور شو، په مرکز کې د دشمن سره مخ شی. دا د یو شار لپاره چی سقوط ته نږدی وی غیری تصوری خبره ده.
هیڅوک نه پوهیږی چی په غزنی کې څه تیریږی، بیله طالبانو چی غواړی خپل سپین بیرقونه یو ځل بیا ښارونو کې ورپوی او هغه دولت چی ددی ښار امنیتی ګواښ جدی ونه نیول، خبرداریو ته غوږ ونه نیول، د ښار اطرافو کې درانده غږونو سره عادت وکړ او هیڅ وخت ونه غوښت چی ددی ښار سقوط خطر فکر وکړی.
نور نو څه فرق کوی چی طالبان د غزنی امنیتی سد ماتولو سره او ښار ته ننوتلو سره، څو متر یا کیلومتر شاته ټمبول شوي او یا هغوی ته تلفات اوښتي وی. مهم دادی چی هغه څه چی باید نه وای ترسره شوي، ترسره شو. غزنی به نور یو امن سیمه نه وی.
اوس نور جنګ د کلیو او ولسوالیو څخه مرکز او امن سیمو ته لاره پیدا کړ او دا د دولتی ځواکونو او دولت لپاره هیڅ توجیه نه لری.
په دی منځ کې، هیڅوک نه شی کولای چی سیمه ایز سرچینو خبرداري او ددی ښار سقوط په اړه خبرداری د یاده وباسی او مرکزی دولت هیڅ وخت ونه غوښت چی دا ږغونه واوری.
غزنی او اوسیدونکې یی، تریخ او سخت ورځی تیروی او بیله شکه، نور سختې ورځې هم ورته په انتظار دی. نور به ډیر لږ کسان مرکزی حکومت او په زرهاوو خارجی ځواکونو ته هیله مند وی.
طالبان، خپل امنیتی چتر چی بیری او ترور او وحشت څخه جور دی د ښار اوسیدونکې پر سر پورته کړي دی.
دا یو لوی شرم د امریکا او هغوی همپیمانو لپاره په افغانستان کې دی؛ هغوی چی د څو پاکستانی جنګی مزدورانو د ختمولو عهده څخه نه شی وتلای او خپل سنګرونو ساتلو لپاره د طالبانو په وړاندی توان نه لري.
ږغونو ډک راهبردی، اوږد استراتژی، برنامی او مبالغه لرونکې تصمیمونه نه شی کولای چی غزنی خلګو ته امنیت او آرامتیا راولی؛ هغه وخت چی هغوی وینی چی څنګه په میاشتونو کې په بیره او هول کې ژوند کړي؛ خو کابل څخه تر واشنګتن پوری هیڅوک یی و مرستې ته رانه غلل.
اوس دا طالبان دی چی د لوبی ډګر ګټونکې دی. امکان لری چی دا خبره د هغو دولتمردانو لپاره چی تراوسه غزنی امنیت حوزه کې ځان لپاره یو قدرت وینی، یو څه ګریان پریوځی؛ خو حقیقت همدا دی چی غزنی امنیتی سد او دیوال د همیشه لپاره مات شو؛ لکه څنګه چی په کندوز او فراره کې یی شاهدان وو.
غزنی نور خپل ښه ورځو ته نه ګرځی؛ حتی که طالبان شاته و ټمبول شی او جنګ د ښار مرکز کې پای ته ورسیږی...