په دې کوم شک نسته چی بیان آزادی د افغانستان یو لوی لاسته راوړنه ددی دوو لسیزو څخه کم عمر کې دی.
دولت د ځینو کاستیو او کمیو سربیره چی د خبرنګارانو او ورځپاڼه لیکونکو او رسنیو حق تامین او صیانت کی درلودلی، په یو کوږ او مریض توګه دا لاسته راوړنه ساتلی دی؛ شاید په دی دلیل چی ددی لاسته راوړنې ساتنه او استمرار، یو ډول د دولت دموکراتیک وجهه تضمین کوونکی وی.
په دی حال کی، که دولت ددی حق لپاره زمینو تامین او رعایت باندی ملتزم وی او که نه وی، بیان آزادی، دهر انسان حق او د انسان اساسی او لمړیو حقوقو څخه دی.
هیڅ ځواک، د انسانانو څخه ددی حق سلبولو حق نه لری.
په دی حال کی، په دموکراتیک او مردمی نظامونو کی، بیان آزادی، رسنیو یو حق او دولت یو دنده ده.دولت مسؤولیت لری چی ددی کار ټول استلزاماتو باندی پایبند وی او خپل دندی باندی په صادقانه توګه عمل وکړی.
دا د بیان آزادی همغه وجهه ده چی په افغانستان کی غالبآ نادیده نیول سوی دی او مغفول پاتیږی. روشانه نمونه یی، د رسنیو فعال خبرنګارانو په لسګونو مرګونۍ او مرموز دوسیو نادیده نیونه ده چی د امنیتی نهادونو او قضایی دستګاوو په قفسو کی خاوره خوری او هیڅوک حاضر نه دی چی ورته رسیدګی وکړی.
همدا موضوع، ددی لامل سوی دی ترڅو پوهې ضد تروریستان، د بیان آزادی لمړیو دشمنانو څخه، په ارامه زړه، په افغانستان کی د بی ګناه او بی دفاع مظولم خبرنګارانو په وړاندی خپل جنایتونو ته ادامه ورکړی.
د پنجشنبه ورځې خونړیزه برید، د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری او تبیان مرکزی دفتر باندی، یواځی یو د هغه نمونو څخه دی.
د دولتی رهبرانو غبرګون، همغه دی چی وو: محکومیت او همدردی او نور هیڅ!
خو دا هغه څه نده چی د بیان آزادی په وړاندی د دولت مسؤولیت ادعا کړی.
ترڅو چی خبرنګاران، یواځی په دی جرم چی د خپل مشروع، قانونی او مدنی حق څخه په ګټه اخیستنې سره، حقایق بیانوی، د ترور او تاوتریخوالی تر هدف لاندی قرار نیسی او وینه ورکوی، بیان آزادی، نه دی تامین سوی او دولت خپل مسؤولیتونه ددی حق ورکولو لپاره په پوره توګه نه دی ترسره کړی.
بیان آزادی امن او خطر څخه خالی زمینو رامنځته کولو ته هم اړتیا لری او دا د دولت دنده ده چی داسی فضا رامنځته کړی.
دولت باید د رسنیزی نهادونو کامل امنیت تامین کړی؛ خو نه یواځی دا کار نه کوی؛ بلکه حتی د هر پیښی رامنځته کیدو وروسته، سربیره پردی چی پوهیږی چی کوم ډله مظلوم خبرنګاران تر هدف لاندی راوړی دی، ددی جنایتونو ترسره کوونکو عاملینو مجازات لپاره کوم اقدام نه کوی.
دا په دی معنی دی چی نه دولت خپل دنده د بیان آزادی په وړاندی ترسره کوی او نه هم رسنۍ په پوره او شایسته توګه ددی حق څخه برخمن سوی دی.
په اوس حال کی د دولت غیری مسؤولانه ناکارآمدی درانده تاوان خپلو وینو باندی ورکوی او دا ډیر ناعادلانه او ستمکارانه کار دی.
یواځنۍ هیله چی په دی برخه کی د دولت څخه کیږی، باید مسؤول دستګاوی، د قربانی رسنیو ترڅنګ ودریږی او هغوی غوښتنو ته ددی جنایت ترسره کوونکو پیژندلو لپاره، ځواب ورکړی؛ خو په ناهیله کوونکی توګه باید وویل سی چی بیله ساده او بی مصرفه محکومیت نه بغیر، د تروریستانو تنبیه او مجازاتو لپاره هیڅ هیله شتون نه لری او دا کار، په افغانستان کی د رسنیو مصیبت کار او درد ژور تیا شکاره کوی.