د تبیان او افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) مرکزی دفتر باندی د پنجشنبه تروریستی برید د داعش تروریسته ډله په غاړه واخیسته.
د پنجشنبه تروریستی برید، یو ځل بیا شکاره کړه چی داعش د افغانستان مذاهبو او اقوامو ترمنځ تفرقه منځته رامنځته کولو لپاره د خپل ټول توان څخه د پایتخت په زړه کی ګټه اخلی.
دا په داسی حال کی دی چی ډګریز جنګونو کی هم وضعیت ددی تروریستی ډلې په ګټه دی.
د مثال په توګه د جوزجان په قوش تپه کی، داعش ځواکونه، د ځوانانو څخه په شکاره توګه د سرتیرو راټولولو باندی بوخت دی؛ بیله دی چی د دولتی او یا خارجی ځواکونو له لوری تر هدف لاندی ونیول سی. د همغه ولایت درزاب ولسوالی کی چی محاصره لاندی دی، داعش په معجزه ای توګه، د آسمان له لوری رشد او پراختیا پیدا کوی او د غړیو او کورنیو او تجهیزاتو په لیږدیدو سره ورځ په ورځ پیاوړۍ کیږی. ویل کیږی چی په هغه ولسوالی کی، په سلهاوو کوچنیان د سیمو څخه، د داعش حرفه ای زده کړه ورکوونکو لاس ته ورغلی دی چی د هغوی ذهنیزه آماده کولو او ذهنی شست او شوی سربیره د انتحاری بریدونو ترسره کولو لپاره، هغوی ته، د اسلحو څخه ګټه اخیستنې لاری هم ورزده کیږی.
بناپردی، ټوله ددی څخه حکایت لری چی داعش تروریستان، په عراق او سوریه کی د سختو ماتو وروسته، افغانستان خپل فعالیتونو اصلی مرکز باندی ټاکلی دی او ددی پیښو لمړۍ قربانیان هم د افغانستان بی دفاع خلګ دی چی د مذهب او قومیت او حتی سیاسی اختلافاتو تر نامه لاندی په سادګی سره د داعش مرګ جوخه ګانو له لوری مرګ ته استول کیږی.
دا ټوله په داسی حال کی دی چی د تروریزم پر ضد رسنیزه او تبلیغاتی ګمراه کوونکی رجزخوانی په برخه کی، داعش په افغانستان یا له منځه تللی او یا هم په غرونو کی د وژی توب له امله ژوند له لاسه ورکړی دی!.
داخلی امنیتی او سیاسی مسؤولین او همدارنګه خارجی نظامی قوماندانان، هر وخت په افغانستان کی د داعش سلطه او حضور تحکیم او پیاوړۍ کیدو په اړه اندیښنې ردوی.
شکاره نمونه یی، د افغانستان دفاع وزارت اخیر قاطع موضع ګیری د روسی دیپلماتانو ادعا په وړاندی وو چی داعش په افغانستان خپل حضور ته پراختیا ورکوی.
که د روسی سرچینو ادعاوی یا هم د جنرال دوستم او افغانستان نورو سیاسی او امنیتی ناظرانو مکرر اخطارونه په سیمه کی د داعش په اړه چی په افغانستان کی ورځ په ورځ پیاوړۍ کیږی، جدی نه وی او حقیقت سره یوشان نه وی، خو د افغان غږ خبری آژانس او تبیان مرکزی دفتر باندی د پنجشنبه خونړیزه برید د انکار وړنه دی.
په لسګونه نور بریدونه په افغانستان کی د داعش تروریستی ډلی له لوری پر دینی او کلتوری او ټولنیز مراکزو باندی ترسره سوی دی چی دولت په سادګي سره ورڅخه تیرسوی دی.
د همدی لپاره دی چی بی طرفه ناظران په دی اړه چی آیا د دولت او خارجی ځواکونو ادعاوی چی په افغانستان کی داعش له منځه تلونکی دی، شک په حیث ورته ګوری.
دا وضعیت، داعش د تروریزم سره د مبارزه په یو توره او تیاره نقطه باندی بدل کړی دی او د دولت او خارجی ځواکونو تګلاره د داعش په وړاندی تر شک لاندی راوړی دی.
ناهیله کوونکی دادی چی دولت ددی پرځای چی ددی خطرناک وضعیت څخه وتلو لپاره او همدارنګه خلګو خبرو ته په غوږ نیولو سره، امنیتی تدابیر ددی ډلی په وړاندی ونیسی، د ناتو او امریکا پوښتنه منځته راوړونکی مبهم سیاست تابع دی او محافظ کارانه عمل کوی او په دی ترتیب، ناغوښتلۍ، هغه ډلې خونړیزه تروریستانو ته دا امکان ورکوی چی بیله کوم بیرې خپل مقاصدو ته رسیدو لپاره، حتی د کابل په زړه کی آزادانه اقدام وکړی.