د افغانستان ژغورلو لپاره ائتلاف عالی شورا د هیواد شمال امنیتی پیښو بالخصوص بلخ ولایت په اړوند، یو بیانیه صادر کړی او په هغه کی د مرکزی حکومت څخه وغوښتل ترڅو د شمال ناامنه کولو پروسه بالخصوص بلخ ولایت ناامنه کولو پروسه ودروی.
د افغانستان ژغورلو لپاره د ائتلاف عالی شورا د هیواد شمال وضعیت ډیر خراب توصیف کړی دی، په داسی شرایطو کی چی په ټول هیواد کی امنیتی وضعیت بالخصوص په شمال کی مخ په خرابیدو دی، هره ورځ د افغانستان بی دفاع خلګو عام قتل شاهدان یو چی د تروریستانو او داخلی او خارجی ملاتړ کوونکو په واسطه ترسره کیږی.
د ائتلاف عالی شورا د ناامنی ډیریدو څخه د اوسیدونکو اندیښنی ډیریدو ته په اشاری سره وویل، ددی تروریستی او خشونت بار وقایعو او پیښو سره همزمانه، نور توطئی او سازماندهی سوی دسیسی، د ځینی معلوم څیرو له لوری د تامل وړ دی.
د افغانستان ژغورلو ائتلاف شورا د آصف مهمند د بلخ ولایتی شورا غړۍ نیونی ته اشاره کړی او ویلی دی: په آخرو دسیسو او توطئو کی یو کس چی د څارنوالی او محکمه تر جلب باندی دی؛ د ځینو غیری مسئوله مسلح کسانو له لوری چی ځینی دولتی عالی رتبه چارواکو له لوری ملاتړ یی کیږی، د عمومی افکارو اندیښنی او تشنج لامل ګرځیدلی دی.
امنیتی مسایلو ناظران هم وایی چی په هر اندازی سره چی سیاسی او جناحی اختلافات د نظام دننی ځواکونو ترمنځ پراخ سی، په همغه اندازه به ددی هیواد قسم خوړلی دشمنان پیاوړۍ سی او ددی څخه به د افغانستان ناامنه کولو او خپلو بیګانه سلطه غوښتونکی مقصدونو تحقق لپاره به ګټه واخلی.
په شمال کی جاری امنیتی توطئی، د همدی وضعیت شکاره کوونکی دی. هغه وخت چی ولسمشر او ملی امنیت شورا مشر د عبدالرشید دوستم سره په تقابل کی سو او دا تقابل دومره پراخ سو چی جنرال عبدالرشید دوستم یو ډول غوښتلۍ تبعید باندی پای ته ورسید، اوس ددی وضعیت څخه ترټولو ښه ګټه هغه تروریستان اخلی چی بیله کوم بیری په ټول شمال کی تاوتریخوالی او ناامنی منځته راوړی او بی دفاع خلګ وژنی او... او همدارنګه د جوزجان والی په وینا، همدا اوس د جوزجان څو ولسوالی د سقوط په لمن کی دی.
نو د دسیسه جوړونی او توطئه منځته راوړنی څخه کوم کسان ګټه اخلی؟
د حکومت او اپوزیسیون تقابل په هر نظام کی یو طبیعی امر دی؛ خو دسیسه او دوسیه جوړونه، د شخصیت د ترور په مقصد، د اپوزیسیونی جناحو درول او د سازمانونو متلاشی کول، د احزابو او منتقد سیاسی جریانونو متلاشی کونه، هغه څه نه دی چی د دموکراسی او اساسی قانون په قاموس کی د توجیه او تعریف وړوی.
دا په داسی حال کی دی چی د ډیرو کارپوهانو په باور، هغه څه چی په آخیو کی د عطامحمد نور په وړاندی منځته راغلی دی، د جنرال دوستم په شان دوسیه جوړونی ته شباهت لری.
دا چی آصف مهمند څوک دی او د هغه ادعاوی د عطامحمد نور په وړاندی ترکومه صحت لری، د جنرال دوستم دوسیی ته ورته دی؛ بناپردی، ارګ او نور حقوقی او حقیقی مراجع، په هیڅ عنوان محق نه دی چی ددی پیښو څخه خپل سیاسی مطامعو ته رسیدلو لپاره ابزاری ګټه اخیستنه وکړی.
له بل لوری، کارپوهان وایی چی د مشخص کسانو په وړاندی دوسیه جوړونه، طبیعی خبره نه ده او پوهان سیاسی انګیزی دخالتونه په دی اړه نه ردوی.
که دا اخذ صحیح وی، هم د ایشچی-دوستم او هم د مهمند-نور پیښی او ماجرا مخکی تردی چی حقوقی دعاوی وی، ډیر سایسی دسیسه جوړونی ته ورته دی چی د حکومت او اپوزیسیون تقابل یو ډول دی او دا همغه څه دی چی د شمال امنیتی وضعیت نور هم خرابی لوری ته بیایی؛ ځکه چی حکومت ددی پرځای چی خپل اصلی مسئولیتونو یعنی تروریزم سره مبارزه او ناامنی له منځه وړلو باندی عمل وکړی، خپل ټول توان د سیاسی مخالفانو په وړاندی د دسیسه جوړونی لپاره لګوی چی نتیجه یی په شمال کی د تروریزم نامهار جولان رامنځته کیدنه ده.