دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 91844
د افغانستان او چین یو ګډ منفعت له تروریزم سره په ګډه مبارزه کې دی
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، په سیمه ایز وخت نن مازیګر د چین له جمهوررئیس شي جین پینګ سره د دغه هېواد د شانګهای په ښارکې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولي د پروسې، له تروریزم او افراطیت سره د ګډې مبارزې، د اقتصادي، سوداګریزو او په نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو د دوام او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د چین جمهوررئیس ښاغلي شي جین پینګ حامدکرزي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې " افغانستان په تېره یوه لسیزه کې ستاسو تر مدبرانه رهبرۍ لاندې ستر پرمختګونه کړي دي."
ښاغلي شي جین پینګ څرګنده کړه: د چین او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې به په راتلونکې کې لا نورې هم پراخې شي ځکه چې د دغو ښو اړیکو بنسټ ستاسو د زعامت په دوران کې کیښودل شو چې له شک پرته د افغانستان له نوی حکومت سره به هم دغه اړیکې ادامه ومومي.
ده، جمهور رئیس کرزي ته وویل چې چین او افغانستان تاریخي دوست هېوادونه دي او " ته د چین یو تاریخي ملګری یې او چینیان خپل تاریخي ملګري نه هیروي."
د چین جمهوررئیس په دغه کتنه کې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د طبیعي پیښې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې باندې خواشیني څرګنده او د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب یې څرګند کړل او وې ویل چې چین د دغې پیښې له مصیبت ځپلو سره د نغدي مرستې پر استولو سربیره خپل یو شمېر متخصصین هم افغانستان ته استولي دي چې د هغه هېواد له اړوندو ادارو سره د دا ډول پیښو د مهارولو په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي .
ښاغلي شي جین پینګ د افغانستان په انتخاباتوکې د افغان ولس پراخ ګډون وستایه او هیله یې وکړه چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم پړاو هم په بریالیتوب سره ترسره شي.
د چین جمهوررئیس څرګنده کړه چې هېواد یې " یو موټی، د پرمختګ په لور روان او باثباته افغانستان غواړي."
ده، زیاته کړه چې چین په افغانستان کې د افغانانو په مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او د افغانستان له بیا رغونې سره خپلو اوږد مهالو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.
همدا راز ده وویل چي چین چمتو دی د افغانستان د بېلابېلو برخو متخصصین په خپل هېواد کې و روزي.
جمهوررئیس شي جین پینګ وویل چې حکومت یې په افغانستان کې د چینایي پانګوالو له پانګونې څخه ملاتړ کوي او دغه پانګوال به لا نور هم وهڅوي چي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د چین جمهوررئیس زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د استانبول د غونډو د بهیر راتلونکې غونډه به د اګست په میاشت کې د چین په کوربه توب په دغه هېوادکې جوړه شي او د افغانستان په اړه به د ګډون کوونکو هېوادونو ملاتړ راجلب شي.
په مقابل کې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې زما او د افغانستان د خلکو لپاره د ویاړ ځای دی چې له چین سره دوستي لرو. " د چین او افغانستان ترمنځ یوه ستره دوستي موجوده ده چې د دغې سترې دوستۍ او ملګرتیا لپاره چین یو اساس ایښی دی."
جمهور رئیس کرزي زیاته کړه: چین د افغانستان یو ښه دوست او ګاونډی هېواد دی چې په بېلابېلو حالاتوکې یې د افغانستان وضعیت په ښه ډول درک کړی او له دغه هېواد سره یې لازمې مرستې کړي دي.
حامدکرزي له افغانستان سره د چین د خلکو او حکومت د مرستو له امله د افغانستان د خلکو په استازیتوب مننه وکړه، وې ویل: ډاډه یم چې د افغانستان راتلونکی حکومت به هم له چین سره ملګری او همکار پاتې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ موجوده دوستي او همکاري به لا ټینګه او پراخه شي.
جمهوررئیس کرزي د چین او افغانستان پر وړاندې ګډو پرتو فرصتونو او ګواښونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د چین او افغانستان پر وړاندې هم فرصتونه او هم ګواښونو موجود دي چې ترټولو مهم ګواښ یې " تروریزم او افراطیت" دی.
افغانستان، چین او د سیمې هېوادونه باید په مشترک ډول د دغې پدیدې پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.
جمهوررئیس وویل: د افغانستان او چین یو ګډ منفعت هم په دې کې دی چې له تروریزم سره په ګډه مبارزه وکړو.
https://avapress.com/vdcdoj0n.yt0fo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته