دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۳۶
د مطلب کود : 91759
جمهوررئیس کرزی په سیمه ایز وخت نن ماښام چین ته و رسېد
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری پلاوی یې د سیکا یا د آسیا د متقابلو همکاریو او د اعتماد جوړونې د تدبیرونو د سازمان د مشرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون په موخه په سیمه ایز وخت نن ماښام د چین هېواد د شانګهای ښار ته و رسېد.
په پام کې ده چې جمهوررئیس حامد کرزی به سبا د چین هېواد له جمهوررئیس شي جین پینګ سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخوکې د همکاریو او د دوه اړخیزو مناسباتو د پراختیا او د یو شمېر سیمه ایزو او د علاقې وړ مسلو په باب به خبرې ورسره وکړي.
همدا راز ټاکل شوې ده چې د هېواد جمهوررئیس به د سیکا سازمان د مشرانو په څلورمه غونډه کې وینا هم وکړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3ya3.t1azw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته