د کورنيو چارو وزارت وايي، ت?ره شپه په کابل او جلال آباد ?ارونو ک? د افغانستان د کرک? لوب?ل? د بريا په مناسبت هوايي ?زو ک? شپ? کسان ?پيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه په کابل او جلال آباد ښارونو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د بریا په مناسبت هوایي ډزو کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې راغلي؛ چې که وروسته تر دې خلک د خوښیو د لمانځلو پر مهال ډزې وکړي؛ نو جدي چلند به ورسره و شي.
وروسته تر دې چې پرون د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بنګله دیش ته د ۳۲ منډو په توپير ماتې ورکړه؛ یو شمېر خلک په کابل او جلال آباد ښارونو کې سړکونو ته را ووتل او هوایي ډزې یې وکړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement