دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 79574

د افغانستان د کرکټ بورډ له هندوستان څخه غوښتي دي چې؛ له افغان کرکټ لوبغاړو سره په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د یوې خبر پاڼې له مخې د دې بورډ اجرایوي رییس نور محمد مراد دا غوښتنه هندوستان ته په خپل یو وروستي سفر کې کړې ده.
په خبر پاڼه کې په ځانګړې توګه د بیټنګ په برخه کې د هندوستان څخه د مرستې د غوښتنې یادونه شوې څو افغان لوبغاړي وروزل شي.
د کرکټ بورډ اجرایوي رییس همدارنګه له هندوستان څخه غوښتي دي چې؛ افغان لوبغاړو ته دې د هند د (اې. پي. اېل) لوبو کې د لوبیدو او د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته دې د هند د کرکټ له ملي ټیم سره د سیالیو زمینه برابره کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(
https://avapress.com/vdcjxiea.uqehaz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته