کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کرکټ بورډ له هند څخه د کرکټ په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه

دصدای افغان خبری اژانس( , 3 قوس 1392 ساعت 13:40


د افغانستان د کرکټ بورډ له هندوستان څخه غوښتي دي چې؛ له افغان کرکټ لوبغاړو سره په بیلابیلو برخو کې مرسته وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د یوې خبر پاڼې له مخې د دې بورډ اجرایوي رییس نور محمد مراد دا غوښتنه هندوستان ته په خپل یو وروستي سفر کې کړې ده.
په خبر پاڼه کې په ځانګړې توګه د بیټنګ په برخه کې د هندوستان څخه د مرستې د غوښتنې یادونه شوې څو افغان لوبغاړي وروزل شي.
د کرکټ بورډ اجرایوي رییس همدارنګه له هندوستان څخه غوښتي دي چې؛ افغان لوبغاړو ته دې د هند د (اې. پي. اېل) لوبو کې د لوبیدو او د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته دې د هند د کرکټ له ملي ټیم سره د سیالیو زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 79574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/79574/افغان-کرکټ-بورډ-له-هند-څخه-د-په-بېلابېلو-برخو-کې-مرستې-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com