دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 76328
حامد کرزی وايي چې؛ ملا برادر لا هم پوره ازاد نه دی

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی وايي چې؛ ملا برادر لا هم پوره ازاد نه دی.
نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې ویل چې؛ ملا برادر اوس هم ازادانه تګ راتګ نشي کولای او دوي هڅه کوي تماس ورسره ټینګ کړي.
ښاغلي کرزی وویل چې؛ د ملا برادر د خوشې کیدو لپاره یې د پاکستان له صداراعظم نواز شریف څخه مننه کړې، خو تمه لري پاکستان د افغان سولې په اړه نور اقدامات هم وکړي.
پاکستان وايي چې؛ د طالبانو دویمه درجه مشر ملا برادر یې د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکاري په نیت خوشې کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjs05.yt09x6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته