دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 69669
ارګ: د ولایتي شوراګانو رییسانو د سولې د پروسې نه د افغان حکومت د وروستي دریځ ملاتړ وکړ
افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ وايي، د دې هېواد د ولایتي شوراګانو رییسانو د سولې د پروسې او له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر د مذاکراتو په اړه د افغان حکومت د وروستي دریځ ملاتړ وکړ.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې د څلوردیرشو ولایتي شوراګانو رییسانو نن د ارګ په ماڼۍ کې له جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل او په دې اړه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو ویلي، تر هغو به د امنیتي تړون پر سر له امریکا سره دریدلې خبرې نه پیلوي، تر څو چې په قطر کې طالبانو د سولې له عالي شورا سره مذاکرات نه وي پيل کړي.
طالبان په قطر کې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي، خو له افغان دولت سره لا هم له مذاکراتو انکار کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcdn909.yt0n96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته