دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 214228
ارګ: د بندیانو پر سر د اختلافاتو سره سره سولې ته ژمن یو
افغان حکومت وايي چې د بندیانو د خوشې کولو پرسر له وروستیو اختلافونو سره سره سولې ته ژمن دی.
د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې یوه مهمه برخه ده چې د سولې د نورو اړوندو مسایلو ترڅنګ تېره اوونۍ په کابل کې په درېیو نړیوالو غونډو کې هم بحثونه پرې وشول.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دا مني چې له طالبانو سره د بندیانو د خوشې کولو پرسر لانجه پرځای پاتې ده خو ټینګار کوي چې حکومت د سولې د هڅو دوام ته ژمن دی.
د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب د برخې مشر انتظار خادم د دې شورا په استازیتوب آزادۍ راډیو ته وویل چې حکومت د بندیانو د خوشې کولو په مسئله کې امنیتي او قانوني ملاحظات لري خو دا ملاحظات د نوموړي په وینا هومره نه دي چې د سولې پر روانو هڅو ناوړه اغېز وکړي.
 
هغه زیاته کړه: "زموږ بندیان له طالبانو سره او له موږ سره د هغوی یو شمېر بندیان شته، موږ په دې کې ملاحظات لرو، هم له قانوني او هم له امنیتي پلوه، دا د نړۍ د سولې او جګړې په ټولو مباحثو کې دود دی، خو دا د دې باعث نه شي کېدلای چې د سولې مذاکراتو ته چې کوم امېد شته هغه له منځه ولاړ شي."
په روانه اوونۍ کې وروسته له دې چې حکومت د شاوخوا ۶ سوه طالب بندیانو د خوشې کولو غوښتنه رد کړه او په دې اړه د افغان چارواکو څرګندونې لانجمنې شوې نو د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه هم پوښتنې رابرسېره شوې.
د بندیانو د خوشې کولو پر سر د ناندریو په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د چنګاښ په اتلسمه نېټه وویل، یو شمېر خطرناک بندیان چې طالبانو یې لېست حکومت ته سپارلی، نه خوشې کېږي خو د پنجشنبې په ورځ همدې شورا اعلان وکړ چې طالبانو دوی ته د نورو بندیانو لېست سپارلی دی او بیا په همدې ورځ طالبانو وویل چې د خپلو بندیانو نوی لېست یې نه دی سپارلی.
د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب د څانګې مشر ښاغلی خادم وايي، هم په حکومت او هم په طالبانو کې د سولې د هڅو د دوام هوډ شته.
افغان حکومت تېره اوونۍ د درېیو نړیوالو غونډو په رابللو سره د سولې هڅو ته نوی خوځښت ورکړ.
په لومړیو دوو غونډو کې چې یوه د دوشنبې او بله یې د سه شنبې په ورځ جوړه شوه د سولې لپاره پر سیمه ایزه اجماع او نورو موضوعاتو بحثونه وشول او د پنجشنبې ورځې په غونډه کې بیا چې د لومړۍ هغې په څېر د شاوخوا شلو هېوادونو او نړیوالو موسسو استازو ګډون پکې درلود، د اورکم، بین‌الافغاني خبرو د پیل او د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه وشول.
د امریکا او طالبانو د سولې په موافقه کې چې په فبروري میاشت کې په قطر کې لاسلیک شوه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او د بین الافغاني خبرو د پیل ترڅنګ پرېکړه وشوه چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشې کوي.
 
نن په داسې حال کې چې د دې موافقې پر لاسلیک نژدې پنځه میاشتې اوښتي دي حکومت له ۴ زرو زیات طالب بندیان او طالبانو له پنځه سوه زیات حکومتي سرتېري خوشې کړې خو د بندیانو د تبادلې لړۍ له ستونزو سره سره ژوندۍ ده.
د بندیانو پر سر لانجه که له یوې خوا د دواړو لوریو ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی دی له بلې خوا دا هیلې ژوندۍ ساتي چې د سولې هڅې روانې دي.
دا هیله ښاغلي خادم تېر ماښام له آزادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې هم څرګنده کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcewe8wvjh8zwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته