کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د ولایتي شوراګانو رییسانو د سولې د پروسې نه د افغان حکومت د وروستي دریځ ملاتړ وکړ

د صدای افغان خبری آژانس (آوا) , 13 سرطان 1392 ساعت 18:21


افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ وايي، د دې هېواد د ولایتي شوراګانو رییسانو د سولې د پروسې او له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر د مذاکراتو په اړه د افغان حکومت د وروستي دریځ ملاتړ وکړ.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې د څلوردیرشو ولایتي شوراګانو رییسانو نن د ارګ په ماڼۍ کې له جمهور رییس حامد کرزي سره وکتل او په دې اړه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو ویلي، تر هغو به د امنیتي تړون پر سر له امریکا سره دریدلې خبرې نه پیلوي، تر څو چې په قطر کې طالبانو د سولې له عالي شورا سره مذاکرات نه وي پيل کړي.
طالبان په قطر کې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي، خو له افغان دولت سره لا هم له مذاکراتو انکار کوي.


د مطلب کود: 69669

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/69669/ارګ-د-ولایتي-شوراګانو-رییسانو-سولې-پروسې-نه-افغان-حکومت-وروستي-دریځ-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com