دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 68223
ډاکتر حسن روحاني له حامد کرزي څخه یې وغوښتل چې ایران ته سفر وکړي
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي پرون ماښام د ایران له منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د دغه هېواد د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه د بریالیتوب له امله مبارکي وویله.
په دغه ټلیفوني اړیکه کې د هېواد جمهوررئیس د ایران منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني او د ایران ورور ملت ته د نیکمرغۍ او سوکالۍ هیله وکړه.
حامدکرزي وویل چې افغانستان د ایران له دوست او ورور هېواد سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس په دغه ټلیفوني اړیکه کې څرګنده کړه چې د ایران د نوي جمهوررئیس د لوړې له مراسمو وروسته به په یوه مناسب فرصت کې هغه هېواد ته سفر وکړي.
په مقابل کې د ایران منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني د دې په ترڅ کې چې د افغانستان خلکو ته یې د نیکمرغۍ او بریالیتوب هیله وکړه، د هېواد د جمهوررئیس له ټلیفوني اړیکې څخه یې مننه وکړه او له حامد کرزي څخه یې وغوښتل چې ایران ته سفر وکړي.






سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipraq.t1avr26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته