کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډاکتر حسن روحاني له حامد کرزي څخه یې وغوښتل چې ایران ته سفر وکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1392 ساعت 9:08


د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي پرون ماښام د ایران له منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د دغه هېواد د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د هغه د بریالیتوب له امله مبارکي وویله.
په دغه ټلیفوني اړیکه کې د هېواد جمهوررئیس د ایران منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني او د ایران ورور ملت ته د نیکمرغۍ او سوکالۍ هیله وکړه.
حامدکرزي وویل چې افغانستان د ایران له دوست او ورور هېواد سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

جمهوررئیس په دغه ټلیفوني اړیکه کې څرګنده کړه چې د ایران د نوي جمهوررئیس د لوړې له مراسمو وروسته به په یوه مناسب فرصت کې هغه هېواد ته سفر وکړي.
په مقابل کې د ایران منتخب جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني د دې په ترڅ کې چې د افغانستان خلکو ته یې د نیکمرغۍ او بریالیتوب هیله وکړه، د هېواد د جمهوررئیس له ټلیفوني اړیکې څخه یې مننه وکړه او له حامد کرزي څخه یې وغوښتل چې ایران ته سفر وکړي.







د مطلب کود: 68223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/68223/ډاکتر-حسن-روحاني-له-حامد-کرزي-څخه-یې-وغوښتل-چې-ایران-ته-سفر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com