دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 67054
کونړ: تېره شپه د پاکستان له خوا په دې ولایت ۲۳ راکټه لګیدلي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي؛ تېره شپه د پاکستان له خوا په دې ولایت ۲۳ راکټه لګیدلي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند شیرولي صمیم ازادي راډیو ته وویل؛ د دې ۲۳ راکټونو له ډلې اوولس په دانګام ولسوالۍ لګیدلي چې درې تنه پکې ټپيان شوي او شپږ نور چې په خاص کنړ کې لګیدلي چاته یې تلفات نه دي اړولي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د کونړ په درېو ولسوالیو ۸۲ راکټه لګیدلي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxyem.uqeaiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته