دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 65348
په کاپیسا کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان ځان وژونکې برید شوی دی
د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې تیره شپه د امریکايي ځواکونو په کاروان انتحاري حمله شوې ده.
د نجراب ولسوال عبدالودود حیدري نن سهار ازادۍ راډیوته وویل چې؛ حمله د شپې ۸ بجې د دې ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې، په پېښه کې دوه امريکایي سرتیري او یو افغان ملکي وګړی ټپیان دي او یو ۱۴ کلن زده کوونکی په کې وژل شوی دی.

تراوسه د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نده اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjs09.yt0ko6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته