کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان ځان وژونکې برید شوی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1392 ساعت 16:00


د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې تیره شپه د امریکايي ځواکونو په کاروان انتحاري حمله شوې ده.
د نجراب ولسوال عبدالودود حیدري نن سهار ازادۍ راډیوته وویل چې؛ حمله د شپې ۸ بجې د دې ولسوالۍ په افغانیه سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې، په پېښه کې دوه امريکایي سرتیري او یو افغان ملکي وګړی ټپیان دي او یو ۱۴ کلن زده کوونکی په کې وژل شوی دی.

تراوسه د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نده اخیستی.


د مطلب کود: 65348

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/65348/په-کاپیسا-کې-د-امریکايي-ځواکونو-پر-کاروان-ځان-وژونکې-برید-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com