دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 58519
ګډو چاڼیزو عملیاتو کې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۶ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا ، کندهار ، زابل ، ارزګان ، میدان وردک او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او ۹ تنه دامنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلۍ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1tdt.w6dcyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې