کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ګډو چاڼیزو عملیاتو کې، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 دلو 1391 ساعت 12:20


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۶ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کاپیسا ، کندهار ، زابل ، ارزګان ، میدان وردک او پکتیا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او ۹ تنه دامنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه وسلۍ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب ، هرات او هلمند ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .


د مطلب کود: 58519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/58519/ګډو-چاڼیزو-عملیاتو-کې-۱۱-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com