په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په کاپيسا کې پرونۍ حمله وغندله.
جنرال جان الن په هغه اعلاميه کې چې د ايساف ځواکونو له خوا خپره شوې ويلي:
”د سخت دريځو له خوا د تاوتريخوالي وروستی وحشيانه عمل په کلکه غندو."
پرون د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې په يوه ځانوژونکي بريد کې پنځه ملکيان ووژل شول او شا و خوا ۲۵ تنه نور ټپيان شول.
جنرال الن ويلي تېرکال ۳۴۰۰ تنه ملکيان وژل شوي او وروستي بريد هم وښوده، چې ملکي افغانان د دغسې بې معنی وژنو قربانيان دي.
د کاپيسا والي محراب الدين ساپي پرون ازادۍ راډيو ته وويل: ”ټپيان د تګاب او ده بابا علي روغتونونو ته انتقال شوي. يقيناً ډېره زړه بوږنوونکې پېښه وه. يوازې ملکيانو ته تلفات اوښتي.“
د حملې مسووليت وسله والو طالبانو منلی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)