دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 54686
په کونړ کې دوه پاکستاني وسلوال وژل شوي دي
د کونړ سیمه يیز چارواکي د دوو پاکستاني وسله والو د وژل کیدو او د یو کس د ټپي کیدو خبر ورکوي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند شیر ولي صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کسان په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پرونیو عملیاتو کې ووژل شول.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې دا کسان د پاکستاني طالبانو په تحریک پورې مربوط کسان وو.

په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg339n.ak9t74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته