کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ کې دوه پاکستاني وسلوال وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جدی 1391 ساعت 14:36


د کونړ سیمه يیز چارواکي د دوو پاکستاني وسله والو د وژل کیدو او د یو کس د ټپي کیدو خبر ورکوي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند شیر ولي صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کسان په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پرونیو عملیاتو کې ووژل شول.
ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې دا کسان د پاکستاني طالبانو په تحریک پورې مربوط کسان وو.

په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.


د مطلب کود: 54686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/54686/په-کونړ-کې-دوه-پاکستاني-وسلوال-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com