دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۲۰:۵۵
د مطلب کود : 53896
د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته راغی
تاند - د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لیون پنیتا د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او جګپوړو قومندانانو سره د خبرو لپاره نن/ چهارشنبه/ په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راورسېد. 

پنیتا په داسي وخت کې افغانستان ته راغلی چې لوېدیځ پوځیان هڅه کوي د ۲۰۱۴ کال دسمبر ته د ځانونو د چمتو کولو لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته نور امنیتي مسوولیتونه وسپاري.

پنیتا افغانستان ته تر روانېدو مخکې نن سهار په کویت کې وویل چې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما به په راتلونکو څو اوونیو کې پرېکړه وکړي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې څومره عسکر پرېږدي.

پنیتا ونه ویل چې اوباما د څومره پوځیانو پر پرېښودلو غور کوي، خو نورو جګپوړو امریکايي مامورینو ویلي ممکن د شپږ زره او لس زره ترمنځ عسکرو پر پرېښودلو سلا وشي.

پنیتا دا څرګندونې په کویت کې د امریکايی پوځیانو په اډه کې په یوه الوتکه کې شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو ته وکړې.

حاضر دمه په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو شمېر ۶۶ زره دی.

د افغانستان حکومت او امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايی پوځیانو د ماموریت د څرنګوالي، د هغو د مېشتېدو د ځای او نورو مربوطو چارو په باب خبرې کوي. ښايي د پنیتا او ولسمشر کرزي په کتنه کې هم په دې موضوع بحث وشي.

د افغانستان ولسمشر حاضردمه په انقره کې د ترکیې او پاکستان له ولسمشرانو سره په درې اړخیزو خبرو بوخت دی. په پام کې ده چې ولسمشر کرزی سبا بېرته کابل ته راشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqvaw.t1ap326kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته