دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 53149
د پاکستان صدراعظم: سوله ییز افغانستان زموږ په ګټه دی
تاند- له بلې خوا د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف د افغانستان له باندنیو چارو وزیر زلمي رسول سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې باور لري چې سوله ییز، امن او سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
د پاکستان صدراعظم اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدین رباني په مشرۍ د دې شورا د پلاوي وروستي سفر ته په اشارې وویل: دا یو بریالی سفر و. د سولې شورا له پاکستان سره مثبتې خبرې وکړې.
ښاغلي اشرف همداراز وویل: افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ او مخدرو موادو په برخو کې ورته ستونزې لري. له همدې کبله پکار ده چې دواړه هیوادونه په خپل منځ کې له دغو چلینجونو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړي.
د پاکستان صدراعظم هیله څرګنده کړه چې د دیني عالمانو د کنفرانس د جوړولو په اړه د دوو هیوادونو موافقه به د دوی ترمنځ د اړیکو په باب د سلامشورو په برخه کې مثبت رول ولوبوي.
ټاکل شوې ده چې د دیني عالمانو کنفرانس د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې جوړ شي او پاکستان هم پکې ګډون وکړي.
د افغانمستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول د پاکستان صدراعظم ته وویل چې پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي سفر بریالی و خو اوس دواړه حکومتونه د حل لارې پر موندلو خبرې کوي.«هغه وخت راغلی چې باید نتیجې وښيو.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhvei.uqetxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته