دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 44908
وسله والو طالبانو د کابل – کردیز په لویه لار کې پر پولیسو برید کړی
د کابل – ګردیز په لویه لار د پولیسو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه شوې؛ چې د ځینو سرچېنو په وینا په کې دوه پولیسه ټپیان شوي.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا مسوولین چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي؛ ازادي راډیو ته ویلي، چې د پیښې له ځایه دوه ټپیان پولیس دوی ته وروړل شوي دي.

دغو پولیسو روغتیایي مسولینو ته ویلي، چې دغه جګړه نن سهار هله پیل شوه؛ چې کله دوی له سیمې تیریدل او د وسله والو طالبانو په کمین کې ګیر شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4oq0.2bq0x8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته