دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 42959
هند اوپاکستان دسیاچین دکړکیچ په اړه سره خبرې کوې
سیاچین دهند اوپاکستان ترمنځ ترټولو لوړه یخه غرنی سیمه ده چې په دې سیمه کې دیادو هیوادونو سرحد په دقیق ډول نه دی ټاکل شوی
هند اوپاکستان دسیاچین او سرکریک سیمودمسائلوپه اړه سره خبرې کوي
له اسلام آباد څخه زمونږ خبریال وایي ټاکل شوې چې دهند او پاکستان ددفاع وزارت دمرستیالانوترمنځ دغه دوه ورځنی خبرې نن دپاکستان په راولپنډی کې پيل شي
دسیاچین سیمې کړکیچ په دې سیمه کې د۱۴۰ پاکستانیوپوځیانو اوملکي کسانوله وژل کېدو وروسته ددې دواړو هیوادونو دپام وړوګرځېد اوددواړ و هیوادونو خلک ددې سیمې دکړکیچ دهواري غوښتونکي شول
داپداسې حال کې ده چې تردې دمخه دسیاچین دکړکیچ په اړه دهند اوپاکستان خبرو کومه نتیجه نه ده ورنکړه
سیاچین دهند اوپاکستان ترمنځ ترټولو لوړه یخه غرنی سیمه ده چې په دې سیمه کې دیادو هیوادونو سرحد په دقیق ډول نه دی ټاکل شوی


سرچینه: پښتو رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyy9t.ak9xn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته