د پکتیا سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دې ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ یو نیم ساعته جګړه شوې؛ چې اوه وسله وال طالبان یې وژلي، درې تنه یې ټپیان کړي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.
د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون وایي، دغه نښته چې تیره ورځ شوې درې سرحدي پولیس په کې ټپیان دي.
وسله وال طالبان بیا وایي، چې د دوی درې تنه وژل شوي، چې پنځه سرحدي پولیس یې هم وژلي دي.
خو چارواکو یې دا ادعا رد کړې ده.
د ډنډ ولسوالۍ د قبایلي سیمو د کرمې ایجنسۍ سره ګډه پوله چې د مسوولینو په وینا وخت ناوخت له ها غاړي وسله واله ډله ییز بریدونه کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)