دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 41725
ټاکل شوی ده چې ناټو له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو پلان تصویب کړي
د ناټو سازمان اته ویشت غړي هېوادونه هڅه کوي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د اوږدې مودې لپاره مالي مرستې یقیني کړي.
ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د شیکاګو د سرمشریزې په دویمه ورځ په افغانستان کې د لس کلنې جګړې د پای ته رسیدو د هڅو په ترڅ کې له دغه هېواد څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو پلان تصویب کړي.

د ناټو متحدین به نن افغان امنیتي ځواکونو ته د ۲۰۱۳ میلادي کال تر نیمایي پورې د ټولو جنګي ماموریتونو په سپارلو او همدا راز د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د یولک اودیرش زره نړېوالو ځواکونو په وتلو هم خبرې وکړي.

د ناټو سازمان اته ویشت غړي هېوادونه هڅه کوي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د اوږدې مودې لپاره مالي مرستې یقیني کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د ناټو سازمان په ښه لوري روان دی.

ولسمشر حامد کرزي وویل، چې افغانستان نه غواړي له دې وروسته د نړېوالې ټولنې پر اوږو بار اوسي
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnu9t.ak9qx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته