کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوی ده چې ناټو له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو د وتلو پلان تصویب کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 1 جوزا 1391 ساعت 18:00

د ناټو سازمان اته ویشت غړي هېوادونه هڅه کوي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د اوږدې مودې لپاره مالي مرستې یقیني کړي.


ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د شیکاګو د سرمشریزې په دویمه ورځ په افغانستان کې د لس کلنې جګړې د پای ته رسیدو د هڅو په ترڅ کې له دغه هېواد څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو پلان تصویب کړي.

د ناټو متحدین به نن افغان امنیتي ځواکونو ته د ۲۰۱۳ میلادي کال تر نیمایي پورې د ټولو جنګي ماموریتونو په سپارلو او همدا راز د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د یولک اودیرش زره نړېوالو ځواکونو په وتلو هم خبرې وکړي.

د ناټو سازمان اته ویشت غړي هېوادونه هڅه کوي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د اوږدې مودې لپاره مالي مرستې یقیني کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې د ناټو سازمان په ښه لوري روان دی.

ولسمشر حامد کرزي وویل، چې افغانستان نه غواړي له دې وروسته د نړېوالې ټولنې پر اوږو بار اوسي


د مطلب کود: 41725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41725/ټاکل-شوی-ده-چې-ناټو-له-افغانستانه-د-نړېوالو-ځواکونو-وتلو-پلان-تصویب-کړي

آوا
  https://www.avapress.com