دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 39648
فیضي:له امریکا سره د اوږدې مودې ستراتیژیکي تړون لاسلیک ته نږدې شوي یو
د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکې تړون په مخ کې پراته خنډونه لیرې شوې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو پر مسلې به د شیکاګو له کنفرنس وروسته خبرې وشي.
د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي، د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د اوږدې مودې ستراتیژیکې تړون لاسلیک نږدي شوی او تمه ده چې په شیکاګو کې د ناتو د مې د میاشتې له غونډې مخکې لاسلیک شي.

ایمل فیضي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکې تړون په مخ کې پراته خنډونه لیرې شوې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو پر مسلې به د شیکاګو له کنفرنس وروسته خبرې وشي.

په کابل کې د امریکا د سفارت یوه ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د امریکا حکومت هیله من دی چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د امریکا د اوږدې مودې د همکارۍ تړون د شیکاګو له غونډې مخکې لاسلیک شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6-nx.23nwkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته