کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیضي:له امریکا سره د اوږدې مودې ستراتیژیکي تړون لاسلیک ته نږدې شوي یو

افغان غږ آژانس(آوا) , 23 حمل 1391 ساعت 11:13

د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکې تړون په مخ کې پراته خنډونه لیرې شوې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو پر مسلې به د شیکاګو له کنفرنس وروسته خبرې وشي.


د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي، د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د اوږدې مودې ستراتیژیکې تړون لاسلیک نږدي شوی او تمه ده چې په شیکاګو کې د ناتو د مې د میاشتې له غونډې مخکې لاسلیک شي.

ایمل فیضي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکې تړون په مخ کې پراته خنډونه لیرې شوې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو پر مسلې به د شیکاګو له کنفرنس وروسته خبرې وشي.

په کابل کې د امریکا د سفارت یوه ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د امریکا حکومت هیله من دی چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د امریکا د اوږدې مودې د همکارۍ تړون د شیکاګو له غونډې مخکې لاسلیک شي.


د مطلب کود: 39648

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39648/فیضي-له-امریکا-سره-د-اوږدې-مودې-ستراتیژیکي-تړون-لاسلیک-ته-نږدې-شوي-یو

آوا
  https://www.avapress.com