دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 38199
بادغیس کې د طالبانو له خوا درې تښتول شوي انجنیران پرون خوشې شول
دا انجنيران په مقر ولسوالۍ کې د پستې د ځنګله د سروې په مهال د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي ول.
په بادغيس ولايت کې درې انجنيران او د هغوي موټر چلوونکې، چې وسله والو طالبانو تښتولي ول، له لسو ورځو وروسته پرون مازديګر خوشې شول.

د بادغيس امنيه قومندان سمونوال عبدالجبار صالح ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا انجنيران په مقر ولسوالۍ کې د پستې د ځنګله د سروې په مهال د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي ول.

قومندان صالح د دغو انجنيرانو په خلاصون کې د ولسي مشرانو رول مهم وباله، خو په عين حال کې يې له موسسو وغوښتل چې له پوليسو سره له هماهنګۍ پرته ناامنو سيمو ته کارکوونکې ونه لېږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwznx.23n6wdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته