کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بادغیس کې د طالبانو له خوا درې تښتول شوي انجنیران پرون خوشې شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 28 حوت 1390 ساعت 18:20

دا انجنيران په مقر ولسوالۍ کې د پستې د ځنګله د سروې په مهال د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي ول.


په بادغيس ولايت کې درې انجنيران او د هغوي موټر چلوونکې، چې وسله والو طالبانو تښتولي ول، له لسو ورځو وروسته پرون مازديګر خوشې شول.

د بادغيس امنيه قومندان سمونوال عبدالجبار صالح ازادۍ راډيو ته وويل، چې دا انجنيران په مقر ولسوالۍ کې د پستې د ځنګله د سروې په مهال د وسله والو مخالفانو له لوري تښتول شوي ول.

قومندان صالح د دغو انجنيرانو په خلاصون کې د ولسي مشرانو رول مهم وباله، خو په عين حال کې يې له موسسو وغوښتل چې له پوليسو سره له هماهنګۍ پرته ناامنو سيمو ته کارکوونکې ونه لېږي.


د مطلب کود: 38199

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38199/بادغیس-کې-د-طالبانو-له-خوا-درې-تښتول-شوي-انجنیران-پرون-خوشې-شول

آوا
  https://www.avapress.com