افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وایی چې د بهارک - فیض آباد په لاره کې د پاسو ډوله موټر د چپه کیدو له امله د دریو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوی دی. د دې ولایت
دغه قومانداني وايي، چې دغه پېښه نن (جمعه د عقرب په ٢٥مه) د "اب افشک" او "سمدره" کليو ترمنځ سيمه کې رامنځته شوې ده.
له بلې خوا د سمنګان د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله رحماني وايي چې نن سهار د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ د يکتوت په کلي کې د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
ښاغلي رحماني د موټر چلوونکو تېز رفتار هم د دې پېښې لامل بللی دی.
د يادونې ده، چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.