افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د یوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي.
دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان سره نژدې وشوه چې دوه ماشومان او درې ښځې يې ووژل.
د شمالي وزيرستان پوليسو په پېښه کې د څوارلسو نورو د ټپي کېدو پخلى کړى دى.
تر اوسه کومې ډلې یا فرد د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.