دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 300603
د فراه د بخش آباد بند په کار کې ۵۲ سلنه پرمختګ شوی
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د بخش آباد بند د جوړولو کار ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فراه ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د فراه والي مولوي غوث الدین رهبر د بخش اباد بند له جوړېدو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

د فراه والي په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې يو شمېر مسوولين هم ورسره وو، وويل چې د بخش اباد بند د جوړولو کار ٥٢ سلنه پرمختګ کړى او دوى هڅه کوي چې دغه بهير ژر تر ژره بشپړ کړي.

نوموړي د دې پروژې د پلي کېدو له مسوولينو وغوښتل، چې د دې برخې د کاري بهير د چټکتيا لپاره لا ډېر کار وکړي.

د فراه-فراهرود سمندري حوزې امر مل پاسوال برهان الدين مينوال هم وويل، چې د دې بند د جوړېدو چارې د پخوا په پرتله ورځ تر بلې چټکې شوې او د دغه بند د کار جريان تر څارنې لاندې دى.

د یادولو وړ ده چې د بخش اباد بند په هیواد کې د اوبو یو له مهمو بندونو څخه دی.
https://avapress.net/vdchvvnxx23nv-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته