افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال مطبوعاتی دفتر د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې د نوبتی غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمیټې پر وړاندې شویو موضوعاتو د بحث په ترڅ کې د چرګانو د فارم په سکتور کې د ځان بسیاینې پالیسي تصویب کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به افغانستان د چرګانو په برخه کې په بشپړ ډول پر ځان بسیا شي او د هېواد شاوخوا ۷۰۰ زره اتباعو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ هجري لمريز کال په اوږدو کې د جوړو شويو اماراتي سړو خونو په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت راپور وړاندې شو.
دغه مسایل د وروستۍ پریکړې لپاره اقتصادي کمیسیون ته واستول شول.